IQNA

د یمن۵۰ حافظانو په یوې  ناستې کې ټول قرآن تلاؤت کړ

13:55 - November 19, 2025
د خبر لمبر: 3492038
ایکنا -  د  یمن په مارب ولایت کې د ؛صدیق ؛ قرآن زده کړې دمرکز په همت سره  په یوې ناستې کې  د  ټول قرآن کریم د ختم لومړنی طرحه  د لړم په ۲۶نیټه اجرا شوه.

یکنانیوز  د yemenshabab له قوله راپور راکړو  د یمن په مأرب ولایت کې د ټول قرآن کریم دختم دستورې په یوې ناستې کې  د ؛مشکاة النور ؛ په نامې سره اجرا شوې او په دې  پروګرام کې د قرآن پنځوسو حافظانو   په پرله پسې د قرآن  په تلاؤت سره  د وحي  ټول آیتونه  تلاؤت کړل.

 دغه پيښه  په یوې  له ایمانه په ډکې  او معنوي فضا کې  ترسره  شوه او د قرآن کریم د پرله پسې تلاؤت  ورته یو توپیري اړخ ډالۍ کړ.

ددغه پروګرام اجرا کونکو  وئيلي دي، چې دغه پيښه  د صدیق  مرکز د زده کړې د فعالیتونو په چوکاټ کې او د قرآن کریم  له زده کړې څخه د ملاتړ په خاطر ددغه مرکز د پروګرامونو د لړۍ په لړ کې د زده کونکو د قرآني مهارت د سوئې   د پیاوړي کولو په موخې سره اجرا شوې ده .

دوي ټینګار کړی چې د ؛مشکاةالنور پروګرام  یوه با کیفیټه پروژه ده چې دغه مرکز د قرآن د ختم د کلتور د ځواکمنتیا د دودولو لپاره  او د عمومي خلکو لپاهر ئې د زده کړې د ښو پروګرامونو دوړاندې کولو لپاره  اجرا کیږي.

 د وئيلو ده چې د قرآن کریم د ختم پروګرام  په یمن او نورو اسلامی هیوادونو کې د قرآن د حافظانو  یو دود پروګرام دی چې معمولا  په یوه ورځ کې اجرا کیږي، او په دې کې  دقرآن حافظان سره د خپلو مربیانو او استاذانو یا د حفظ د څارونکو  سره یوځاي  غونډیږي او دټول قرآن کریم د   حفظ تلاؤت کوي.

مأرب  په یمن :ې یو تاریخي او مهم ولایت دی چې  له ۱۴ مدیریتونو څخه جوړ شوی او څه دپاسه  دوه نیم لکه  نفوس لري او دغه راز  اولس زره څلور سوه پنځه مربع کلومیټر مساحت لري. 

https://iqna.ir/fa/news/4317639/50

captcha